ایران: د خواف ـ هرات پټلۍ به یوه کال کې ټوله فعاله شي

30 حمل 1404 ساعت 11:53

د خواف ـ هرات پټلۍ د پروژې مسوول ویلي، ایران پلان لري چې د افغانستان په خاوره کې د دغې پروژې د څلورمې برخې پاتې نیمګړي کارونه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې بشپړ کړي.


د خواف ـ هرات پټلۍ د پروژې مسوول ویلي، ایران پلان لري چې د افغانستان په خاوره کې د دغې پروژې د څلورمې برخې پاتې نیمګړي کارونه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې بشپړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغې پروژې مدیر حافظ سادات نژاد د ایران ایسنا اژانس ته ویلي، چې د پټلۍ فعالیت په ۲۰۲۰ کال کې په څلورو پړاونو کې د ایران د شمال ختیځ خواف د افغانستان تر هرات ولایت پیل شوی.

د دغې پروژې دوه برخې په ایران او دوه یې په افغانستان کې دي، چې د پروژې د درېیو برخو د جوړولو مسوولیت یې د ایران په غاړه دی.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې اوسمهال دا پټلۍ یوازې د بار وړلو لپاره کارول کېږي، خو تمه ده چې دا پټلۍ به د مسافرو د انتقال وړتیا هم پیدا کړي.

د خواف–هرات ریل پټلۍ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې۷۸ کیلومتره په ایران او ۱۴۷ کیلومتره په افغانستان کې موقعیت لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181492

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181492/

جمهور
  https://www.jomhornews.com