په کندوز کې د طالبانو او ناپېژانده وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې

30 حمل 1404 ساعت 11:26

د کندز ولایت اوسېدونکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د طالبانو ډلې او ناپیژاندو وسله والو کسانو ترمنځ سخته نښته شوې ده.


د کندز ولایت اوسېدونکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د طالبانو ډلې او ناپیژاندو وسله والو کسانو ترمنځ سخته نښته شوې ده.

د جمهور آژانس د راپور له مخې، د کندوز اوسېدونکو نن، شنبه (د وري ۲۹ مه) وویل چې شخړه د شپې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په ملا کریم سیلاب سیمه کې پیل شوې او لا هم دوام لري.

سرچینې زیاتوي چې د ډزو غږونه له لرې واټن څخه اورېدل کېږي.

د عیني شاهدانو په وینا، نښته د خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پوسته کې وشوه.

طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181486

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com