۰
د پاکستان خبرداری:

نورو هېوادونو ته د تللو په تمه افغانان به هم و ایستل شي

شنبی ۲۳ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۹
د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي که چیرې د روانې اپریل میاشتې تر پایه هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې خپلو کیسونو ته انتظار دي له دغه هیواد لاړ نشي خو اسلام آباد به هغوی په اجباري ډول له خپلې خاورې وباسي.
نورو هېوادونو ته د تللو په تمه افغانان به هم و ایستل شي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي که چیرې د روانې اپریل میاشتې تر پایه هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې خپلو کیسونو ته انتظار دي له دغه هیواد لاړ نشي خو اسلام آباد به هغوی په اجباري ډول له خپلې خاورې وباسي. 

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې که زرګونه هغه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته یې د کډوالۍ غوښتنې ثبت کړي، د اپرېل میاشتې تر پایه د کوربه هېوادونو له لوري ونه لېږدول شي، ښايي له پاکستانه واېستل شي.

د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر، طلال چودري زیاتوي: «د کډوالو بېرته ستنېدل په درېیو پړاوونو کې ترسره کېږي: په لومړی پړاو کې هغه بهرنیان ستنول کېږي، چې قانوني اسناد نه لري؛ په دویم پړاو کې د افغانستان د تابعیت لرونکي ستنول کېږي او په درېیم پړاو کې هغه کسان ستنول کېږي چې د نوم لیکنې د اثبات کارتونه لري.»

بل‌خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې وویل چې د «ناقانونه کډوالو» اېستل د پاکستان مشروع حق دی.

شفقت علي‌ خان زیاته کړه چې اسلام‌اباد له ملګرو ملتونو سره د زیانمنو کسانو د ساتنې په برخه کې همکاري کوي او ټول شکایتونه به وڅېړل شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي