د طالبانو مشر د پکتیا چارواکو ته:

د امربالمعروف قانون پلي کولو کې جدي هڅې وکړۍ

23 حمل 1404 ساعت 8:40

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پکتیا له والي او د دغه ولایت له نورو چارواکو سره په کندهار کې کتلي دي.


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پکتیا له والي او د دغه ولایت له نورو چارواکو سره په کندهار کې کتلي دي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې  اخندزاده په دغه کتنه کې ټینګار وکړ چې اوس د هېواد په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخو کې د شریعت د پلي کېدو وخت رارسېدلی دی او له ځايي مسولانو یې وغوښتل چې د اسلامي احکامو په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د تطبیق لپاره جدي هڅې وکړي.

 فطرت زیاته کړې«عليقدر امیرالمؤمنین مسوولینو ته د اسلامي نظام د پیاوړتیا د شریعت د تطبیق، د امربالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د عملي کېدو او خلکو ته د خدمت کولو سپارښتنه وکړه.»

 د طالبانو مشر همداراز د خلکو ترمنځ پر یووالي او د اختلافاتو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

فطرت وايي، امیرالمؤمنین پر خلکو غږ وکړ چې له خپلو وزارتونو سره همغږي وساتي، د خلکو ستونزو ته حل لارې پیدا کړي او قومي اختلافات له منځه یوسي. 

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181350

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181350/

جمهور
  https://www.jomhornews.com