ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

23 حمل 1404 ساعت 8:35

ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري د کورنيو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.


ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري د کورنيو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نندارتون چې د نارنج ګل ملي او نړۍوال نندارتون نومول شوی، کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې، پانګوالو ته د اقتصادي متخصصينو له لوري د سوداګرۍ برخه کې د مشورو ورکولو او د صنعت د ودې په موخه جوړ شوی دی.

د مسوولینو په خبره یاد نندارتون چې د جلال‌اباد ښار د سراج‌العمارت په بڼ کې پرانيستل شوی، درې ورځې به دوام وکړي.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس ویلي، د نارنج ګل ملي او نړۍوال نندارتون په ۱۲۰ غرفو کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ډول ډول تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181349

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181349/

جمهور
  https://www.jomhornews.com