ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري د کورنيو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نندارتون چې د نارنج ګل ملي او نړۍوال نندارتون نومول شوی، کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې، پانګوالو ته د اقتصادي متخصصينو له لوري د سوداګرۍ برخه کې د مشورو ورکولو او د صنعت د ودې په موخه جوړ شوی دی.
د مسوولینو په خبره یاد نندارتون چې د جلالاباد ښار د سراجالعمارت په بڼ کې پرانيستل شوی، درې ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس ویلي، د نارنج ګل ملي او نړۍوال نندارتون په ۱۲۰ غرفو کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ډول ډول تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي.
جمهورخبري آژانس