۰

تېر کال له افغانستانه د ۱۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت اینځر صادر شوي

شنبی ۲۳ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۱
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې افغانستان په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، عمان، قطر، برېټانیا، کاناډا او هالنډ ته د ۱۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۲ زره او ۸۱۴ ټنه اینځر صادر کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په پرتله د اینځرو د صادراتو ارزښت ۲۸ میلیونه ډالر زیات شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه او د وچې میوې د صادروونکو ټولنې مسوولین وايي، بانکي ستونزې، د ویزو په اخیستو کې ستونزې او د پروسس د معیاري کارخونو نشتوالی د وچې میوې او په ځانګړې توګه د اینځرو د صادراتو پر وړاندې له سترو خنډونو دي.

د دوی په باور که دغه ستونزې حل شي، نو د دغه محصول صادرات به نور هم زیات شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي