۰
د پروان د استخباراتو رییس:

ځینې مخالفین له هېوادونو مرستې غواړي

پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۳۳
د پروان د استخباراتو رییس په ګاونډیو هېواد کې د طالبانو مېشت سیاسي مخالفین له هېوادونو د مرستو په ترلاسه کولو تورنوي.
ځینې مخالفین له هېوادونو مرستې غواړي
د پروان د استخباراتو رییس په ګاونډیو هېواد کې د طالبانو مېشت سیاسي مخالفین له هېوادونو د مرستو په ترلاسه کولو تورنوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پروان کې یوې ولسي غونډي ته ویلي، دغه کړۍ په کوردننه له ځینو ځوانانو د اسلامي امارت پر وړاندې ناسمه کارونه کوي. 

د پروان د استخباراتو رییس، محمد صدیق مخلص و ویل: «تاسو باید له تاریخ او سیاسي حالاتو خبر اوسئ، دا خلک چې ایران او تاجیکستان ته تللي، همدا خلک کله پاکستان ته ځي او کله له اسراییلو مرسته غواړي.»

د پروان والي، محمد ادریس انوري دغه غونډه کې ویلي: «د مسوولینو تر منځ قوم‌پالنه، ژب‌پاله او سمت‌پالنه نشته، بلکې مسوولین د دغه راز تعصب او امتیازي چلندونه یوه ستره بې‌لاریتوب ګڼي.»

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي