د سرې میاشتې عمومي رییس د قطر سرې میاشتې له مسوول سره کتلي

21 حمل 1404 ساعت 8:43

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتې له مسول حسین احمد بوتاني سره لیدنه کړې.


د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتې له مسول حسین احمد بوتاني سره لیدنه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې په دې لیدنه کې له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی سره د مرستو په ترسره کولو خبرې شوې دي.

شهاب الدین دلاور د قطر د سرې میاشتې د مسول په راتګ خوښي ښودلې او له افغاني سرې میاشتې سره د اړمنو او بې سرپرسته وګړو د لاسنیوي برخه کې یې د دوی د هر اړخیزو مرستو او ملاتړ مننه کړې.

هغه دغه راز دلاور په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسول څخه غوښتنه کړې، څو له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته خپلو سیمو ته د لېږد په موخه د ترانسپورتي اسانتیاوو رامنځته کولو، روغتیایي خدماتو او خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 181319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com