د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتې له مسول حسین احمد بوتاني سره لیدنه کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې په دې لیدنه کې له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی سره د مرستو په ترسره کولو خبرې شوې دي.
شهاب الدین دلاور د قطر د سرې میاشتې د مسول په راتګ خوښي ښودلې او له افغاني سرې میاشتې سره د اړمنو او بې سرپرسته وګړو د لاسنیوي برخه کې یې د دوی د هر اړخیزو مرستو او ملاتړ مننه کړې.
هغه دغه راز دلاور په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسول څخه غوښتنه کړې، څو له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته خپلو سیمو ته د لېږد په موخه د ترانسپورتي اسانتیاوو رامنځته کولو، روغتیایي خدماتو او خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس