۰

ازبکستان او روسیې د افغان-ترانس پروژې د چارو د پیل هوکړه کړې

پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۷
د راپورونو له مخې د روسیې او ازبکستان د ترانسپورت وزارتونو د افغان – ترانس پروژې د چارو پر پیلولو هوکړه کړې ده.
ازبکستان او روسیې د افغان-ترانس پروژې د چارو د پیل هوکړه کړې
د راپورونو له مخې د روسیې  او ازبکستان د ترانسپورت وزارتونو د افغان – ترانس پروژې د چارو پر پیلولو هوکړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسي رسنیو د دغه هېواد د ترانسپورت وزارت په حواله راپور ورکړی چې دا هوکړه په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو د وزارتونو له لوري د شویو توافقاتو پر بنسټ لاسلیک شوې ده.

په راپور کې راغلي چې دا هوکړه د روسیې او ازبکستان د ترانسپورت وزارتونو او د دواړو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ شرکتونو له خوا لاسلیک شوې ده.

دغه وزارت ټينګار کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به د روسیې ادارې له ازبک همکارانو سره په ګډه د موافقه شویو لارو په اوږدو کې د افغان – ترانس اوسپنې پټلۍ د جوړولو پروژې تخنیکي او اقتصادي برخې چمتو کړي.

د ۱۴۰۲ په سرطان میاشت کې د ازبکستان، پاکستان او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت ترمنځ د ترمز – لوګر – خرلاچي (افغان ترانس) اوسپنې پټلۍ هوکړه لاسلیک شوې وه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي