۰

محمد صادق: د «ټي‌ټي‌پي» ستونزه د افغانستان او پاکستان ترمنځ بنسټیز خنډ دی

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۹
د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو له خړپړتیا سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په اسلام‌اباد کې په یوې غونډه کې «ټي‌ټي‌پي» د دواړو هېوادونو ترمنځ اساسي خنډ ګڼي او د دې ستونز پر حل ټينګار کوي.
محمد صادق: د «ټي‌ټي‌پي» ستونزه د افغانستان او پاکستان ترمنځ بنسټیز خنډ دی
د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو له خړپړتیا سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په اسلام‌اباد کې په یوې غونډه کې «ټي‌ټي‌پي» د دواړو هېوادونو ترمنځ اساسي خنډ ګڼي او د دې ستونز پر حل ټينګار کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی خبرداری ورکوي که دا ستونزه حل نه‌‌شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې هوکړې به لغوه شي.

محمد صادق وايي:«موږ باید د دغې ستونزې حل‌ لار پیدا کړو، او افغانستان باید له موږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي. که هغوی همکاري ونه‌‌کړي، نو ټولې هوکړې به لغوه شي، هېڅ شی به ونه‌شي او په هېڅ برخه کې به پرمختګ ونه‌شي. که وکړای شو د ترهګرۍ ستونزه حل کړو، پاکستان کولای شي افغانستان ته ډېر ګټور پرېوځي.»

تر اوسه طالبانو د پاکستان د ځانګړي استازي دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې تل ټینګار کړی، چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او په افغانستان پورې هېڅ تړاو نه‌لري.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي