۰

کډوالو وزارت: افغان کډوالو سره د ګاونډیو چلند د تحمل وړ نه دی

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۵
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو په غیري قانوني ډول نیول کیږي او په زوره زندانونو ته تر وړل کېدو وروسته اړ ایستل کیږي، چې افغانستان ته ستانه شي.
کډوالو وزارت: افغان کډوالو سره د ګاونډیو چلند د تحمل وړ نه دی
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو په غیري قانوني ډول نیول کیږي او په زوره زندانونو ته تر وړل کېدو وروسته اړ ایستل کیږي، چې افغانستان ته ستانه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان حکومت دغه چلند غندلی.

په خبرپاڼه کې راغلي، له افغان کډوالو سره زیاتی کیږي د هغوی شتمني لوټل کیږي او د کورونو اسباب ترېنه ایسارېږي، چې دا د هر ډول اسلامي او انساني اصولو او نړېوالو قوانینو خلاف عمل دی.

یاد وزارت د پاکستان حکومت څخه هیله ښودلې، چې د کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلند پای ته ورسوي او هغوی دې د سیاسي موخو لپاره نه کاروي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې سرپرست حکومت د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره چمتووالی پیل کړی، خو له هغوی سره د ګاونډیو ناوړه چلند د منلو او تحمل وړ نه دی.

خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت همداراز غوښتنه شوې، چې کډوالو ته هېواد ته د خپلو شتمنیو، مالونو او د کور اسبابو د رالېږدولو اجازه ورکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي