د طالبانو کابینې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل د ټولو منل شویو اصولو خلاف عمل بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې ولسمشرۍ ماڼۍ نن سې شنبې (د وري ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دې ډلې د کابینې غړو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه غونډه کړې ده.
په دې غونډه کې، طالبانو د افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د هغوی جبري شړل د ټولو منل شویو اصولو خلاف وبلل او په سختو ټکو یې وغندل. طالبانو وویل چې دا ډول کړنې د ټولو اسلامي لارښوونو، نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقونو خلاف دي، او د پاکستان له خلکو، سیاسي ګوندونو، عالمانو او اغیزمنو شخصیتونو یې هم وغوښتل چې خپل اسلامي او ګاونډیتوب مسؤلیتونه ترسره کړي.
دې ډلې په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې د دې بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپل مسؤلیت ترسره کړي او د افغان کډوالو باعزته راستنیدل یقیني کړي.
جمهورخبري آژانس