د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ښار اړوند له محبس څلورلارې څخه تر سلیم کاروان پورې د غځېدلي سړک د رغولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۱۲مې ناحیې اړوند د محبس له څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د ۲۰۰۹ مترو په اوږدوالي د څلورویشتو، دېرشو او څلوېښتو مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې، چې د هوا د سړښت له امله ځنډېدلې وې، بیا پیل شوې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د سړک جوړولو دغه پروژه چې تر اوسه یې چارې ۳۷ سلنه پرمخ تللې، تر راتلونکو ۴ میاشتو پورې به بشپړه شي.
جمهورخبري آژانس