نور جلال جلالي د طالبانو د غړو ترمنځ اختلافونه رد کړل

18 حمل 1404 ساعت 8:50

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د اسلامي امارت د غړو تر منځ اختلافونه رد کړل.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د اسلامي امارت د غړو تر منځ اختلافونه رد کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جلالي په کابل کې په یوې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ هېڅ ستونزه او اختلاف نشته او هر چارواکی د خپلو دندو ترسره کولو ته ژمن دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل:«هېڅ اختلاف نشته، هر یو مسوول خپل کار ته دومره ژمن دی، دومره متوجه دی چې د افغانستان په تاریخ کې یې زه هېڅ ساری نه‌وینم.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت ځینو چارواکو د اسلامي امارت د غړو ترمنځ د اختلافونو شتوالی رد کړی و.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181226

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181226/

جمهور
  https://www.jomhornews.com