۰

نور جلال جلالي د طالبانو د غړو ترمنځ اختلافونه رد کړل

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۵۰
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د اسلامي امارت د غړو تر منځ اختلافونه رد کړل.
نور جلال جلالي د طالبانو د غړو ترمنځ اختلافونه رد کړل
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د اسلامي امارت د غړو تر منځ اختلافونه رد کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جلالي په کابل کې په یوې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ هېڅ ستونزه او اختلاف نشته او هر چارواکی د خپلو دندو ترسره کولو ته ژمن دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل:«هېڅ اختلاف نشته، هر یو مسوول خپل کار ته دومره ژمن دی، دومره متوجه دی چې د افغانستان په تاریخ کې یې زه هېڅ ساری نه‌وینم.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت ځینو چارواکو د اسلامي امارت د غړو ترمنځ د اختلافونو شتوالی رد کړی و.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي