۰

دین محمد حنیف: ځينې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د پرمختګ غوښتونکي نه‌دي

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۸
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف له دې پرته، چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي، ګاونډي هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان پرمختګ وکړي.
دین محمد حنیف: ځينې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د پرمختګ غوښتونکي نه‌دي
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف له دې پرته، چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي، ګاونډي هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان پرمختګ وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دین محمد حنیف په کابل کې په یوه غونډه کې زیاته کړې، سره له دې چې نړۍ پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لګولي؛ خو د افغانستان صنعت پرمختګ کړی او بنسټیزې پروژې هم له کورنیو عوایدو تمویلېږي.

 دین محمد حنیف وویل:«ګاونډي هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان پرمختګ وکړي او اباد شي. هغوی غواړي چې افغانستان یوازې د دوی لپاره یو مصرفي بازار وي؛ د ماشومانو له پوقانې نیولې تر نورو توکو، هر څه تولید کړي او دلته یې وپلوري.»

بلخوا، د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست هم د بنسټیزو پروژو عملي کېدل بهر ته د ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره مهم ګڼي. 

حمدالله نعماني زیاتوي، بهرنيان نه غواړي چې افغانستان اباد شي:«خپل وطن په خپلو خلکو جوړېدی شي، د دې هېڅ امکان نشته چې په دې کې موږ بل چا ته انتظار وکړو، دغه تمه په دغو شلو کلونو کې هم شوې وه.»

نوموړي په پخوانیو حکومتونو کې د پراخ فساد شتوالي ته په نغوتې سره وايي، اسلامي امارت له فساد سره په مبارزه کې ډېر جدي عمل کړی دی.

دی وايي، چې له خلکو یې را واخلي او بېرته یې په دغه ملت کې مصرف کړي او ترجح یې دا ده چې مثلاً پالیسۍ یې ساده جوړې کړي، سیاستونه ډېر ساده جوړ کړي چې هغه له هر ډول فساد او غل او غش نه خالي وي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي