د لوګر پوهنې ریاست: څه باندې ۳۰۰ نوې دیني مدرسې پرانیستل شوې

18 حمل 1404 ساعت 8:41

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو څه باندې ۳۰۰ نوې دیني مدرسې پرانیستل شوې دي.


د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو څه باندې ۳۰۰ نوې دیني مدرسې پرانیستل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره یادې دیني مدرسې د پوهنې ریاست مقام په وړاندیز او د امارت زده‌کړو امریت په هڅو د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو د زده کړو پرمخ پرانېستل شوې دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب ویلي، چې په یادو دیني مدرسو کې د شاوخوا ۱۸۰۰ ښځينه او نارینه ښوونکو له لوري د پوهنې نصاب اړوند مضامین تدرسیږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181222

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com