د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په تېر یوه کال کې، په هېواد کې څه باندې ۵۰۰ سیاحتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویاند خبیب غفران، د دې جوازونو د وېش موخه په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت پراختیا او د خصوصي سکټور وده بللې ده.
نوموړي ویلي چېد سیاحت او ګرځندوی صنعت د خصوصي سکتور د ودې لپاره، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېر یو کال کې پر ۵۳۹ سیاحتي شرکتونو ته نوي جوازونه وېشلي دي.
غفران وایي، چې له دې ډلې، ۲۵ شرکتونو خپل پخواني جوازونه تمدید کړي، او پاتې نورو شرکتونو په لومړي ځل خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
په کابل کې د ګرځندوی شرکتونو ټولنه د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو لپاره د اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کوي او وایي، چې د ګرځندوی صنعت وده کولای شي د هېواد د عوایدو په زیاتېدو کې مهم رول ولوبوي.
جمهورخبري آژانس