نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

17 حمل 1404 ساعت 8:19

د نورستان امنیتي مسوولینو، د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.


د نورستان امنیتي مسوولینو، د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د نورستان د امینې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دغه پېښه د نورګرام ولسوالۍ په بړاګوش کلي کې د یوه ډاډ سن موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې یوې ۸ کلنې نجلۍ مړه شوې او ۷ تنه نورټپیان شوي دي.

سرچینې د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطی ښودلې ده.

د یو بل خبر له مخې؛ د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په علملیک کلي کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.

د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181197

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181197/

جمهور
  https://www.jomhornews.com