۰

نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۱۹
د نورستان امنیتي مسوولینو، د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د نورستان امنیتي مسوولینو، د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نورستان د امینې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دغه پېښه د نورګرام ولسوالۍ په بړاګوش کلي کې د یوه ډاډ سن موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې یوې ۸ کلنې نجلۍ مړه شوې او ۷ تنه نورټپیان شوي دي.

سرچینې د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطی ښودلې ده.

د یو بل خبر له مخې؛ د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په علملیک کلي کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.

د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي