تهران ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو ۱۱میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي صادر کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د ګمرکونو ادارې مشر فرود عسکري ویلي، چې افغانستان په یاد موده کې د ایران لپاره پنځم لوی صادارتي هېواد و.
یادې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې ایران دا توکي د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبروري تر ۱۸مې نېټې د ۱۱ میاشتو په موده کې افغانستان ته صادر کړي دي.
تهران ټایمز په خپل راپور کې زیاتوي، چې افغانستان د خپل اړتیا وړ له ۸۰ سلنې ډیر توکي له بهر واردوي او د دغو وارداتو ۲۵ سلنه له ایران تامینږي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې افغانستان له ایران د خوراکي موادو، تېلو، درملو، طبي وسایلو او ساختماني وسایلو په څیر مهم توکې واردوي.
جمهورخبري آژانس