د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي، روان کال به په روسیه کې د افغاني تولیداتو نندارتون جوړي شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، په تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغاني تولیداتو ودې او بازار موندنې په موخه په کور دننه يې ۵۰ نندارتونونه جوړ کړي او افغان صنعتکارانو او تولیدوونکو شرکتونو ته یې د منځنۍ اسیا، چین، ترکیې، ایران او قطر نندراتونونو کې د ګډون لپاره زمینه برابره کړې ده. عزیزي زیاتوي، په روان ۱۴۰۴ کال کې، د افغاني تولیداتو د ودې او بازار موندنې په موخه په روسیه کې لوی نندارتون جوړوي.
اخوا افغان صنعتکاران او پانګهوال بیا نړۍوال مارکېټ ته د لاسرسي او افغاني تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره د نندارتونونو جوړول ګټور بولي.
جمهورخبري آژانس