د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستنې د طرحې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سویلي اسیا په چارو کې د دغه سازمان یوه سیمه ییز مسوول ویلي، دا پرېکړه د پاکستان د حکومت له ژمنو او د بشري حقونو د سازمانونو له تکراري غوښتنو سره په ټکر کې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا لپاره د سیمه ییز مدیر مرستیال، اېزابېل لاسي وايي: «مبهم اجرایوي فرمانونه د حکومت له خپلو ژمنو او تکراري غوښتنو سره په ټکر کې دي. د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړ لپاره د بشري حقونو سازمانونه شتون لري.»
بل لور ته، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد فدرالي حکومت پرېکړه کړې، چې د مارچ تر ۳۱ وروسته د افغان کډوالو د اېستلو موده ونه غځول شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ یوه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مېشتو افغانانو ته چې مخکې خبرداری ورکړل شوی، د اېستلو پریکړه په جدي توګه عملي کېږي.
جمهورخبري آژانس