۰

بښنې نړۍوال سازمان له پاکستان د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه کړې

جمعه ۸ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۱۸
د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستنې د طرحې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
بښنې نړۍوال سازمان له پاکستان د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه کړې
د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستنې د طرحې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سویلي اسیا په چارو کې د دغه سازمان یوه سیمه ییز مسوول ویلي، دا پرېکړه د پاکستان د حکومت له ژمنو او د بشري حقونو د سازمانونو له تکراري غوښتنو سره په ټکر کې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا لپاره د سیمه ییز مدیر مرستیال، اېزابېل لاسي وايي: «مبهم اجرایوي فرمانونه د حکومت له خپلو ژمنو او تکراري غوښتنو سره په ټکر کې دي. د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړ لپاره د بشري حقونو سازمانونه شتون لري.»

بل لور ته، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد فدرالي حکومت پرېکړه کړې، چې د مارچ تر ۳۱ وروسته د افغان کډوالو د اېستلو موده ونه غځول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ یوه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مېشتو افغانانو ته چې مخکې خبرداری ورکړل شوی، د اېستلو پریکړه په جدي توګه عملي کېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي