د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارو په انتقالاتو کې ۵.۵ سلنه ډېرښت راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت وایي، چې په ۱۴۰۳ کال کې ۴.۴ میلیونه ټنه لېږد رالېږد د اوسپنې پټلۍ له لارې شوی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۲ کال کې دغه شمېر ۴.۱ ټنو ته رسېده.
د دغه وزارت ویاند د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانزیټ او صادراتو د کچې پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، چې په ۱۴۰۳ کال کې له ۱۴۵ زره ټنو ډېر توکي ټرانزیټ او صادر شوي دي.
ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ اهمیت ته په پام، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره په دې برخه کې پانګونه مهمه بولي.
جمهورخبري آژانس