د خواف-هرات د اورګاډي کرښې له لارې اروپا ته د افغان صادراتو لومړۍ لېږد

8 حمل 1404 ساعت 10:04

په هرات ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان د صادراتو لومړۍ جوپه د خواف-هرات د اورګاډي کرښې له لارې اروپا ته لیږل شوې ده.


په هرات ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان د صادراتو لومړۍ جوپه د خواف-هرات د اورګاډي کرښې له لارې اروپا ته لیږل شوې ده.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د هرات د والي مطبوعاتي دفتر  پنشنبه (د وری۷مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي چې د یو ملیون او ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۲۰۰ ټنو وچو میوو لومړۍ صادراتي بار د هرات د والي اسلام جار او د ایران د قونسل جنرال په شتون کې د خواف-هرات د اورګاډي کرښې له لارې ترکیې او بیا اروپا ته صادر شو.

د هرات والي د دې بار وړلو په مراسمو کې وویل چې هڅه کوي د ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو د استازو په همکارۍ د صادرونکو سوداګرو لپاره د ویزې ترلاسه کولو په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. دا د وچو میوو لومړۍ صادراتي بار ده، چې په کې د پستې دانه، ممیز، بادام او جلغوزي شامل دي، چې د اکرمي ګروپ شرکتونو لخوا له ټول افغانستان څخه راټول شوي او د پروسس وروسته به اوس اروپا ته واستول شي.

طالبانو ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې د خواف-هرات د اورګاډي پټلۍ له لارې له ۳۵۰۰۰ ټنو څخه ډیر توکي لیږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181086

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181086/

جمهور
  https://www.jomhornews.com