د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې رییسې سیما باهوس په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام ته په غبرګون کې، دغه بهیر د افغان نجونو د زدهکړو د حق څرګند نقض بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن باهوس ټينګار کړی، په افغانستان کې نجونې باید ښوونځیو ته ستنې شي او د خپل زدهکړو حق ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې رییسه واي په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره، لا هم په درېیم پرلپسې کال د زرګونو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.
نوموړې زیاتوي، دا د هغوی د زدهکړو د حق نقض دی، چې نسلونه به تر خپل اغېز لاندې راولي. نجونې باید بېرته ښوونځیو ته ستنې شي. د هغوی بنسټيز حقونه باید له ځنډ پرته بېرته ورکړل شي.»
هغې ویلي، په افغانستان کې ۲٫۲ مېلیونه نجونې د زدهکړو له حقه محرومې دي او هغه پر دې باور دی، چې افغانستان نشي کولای په دغو بندیزونو سره سره د خپل نفوس نیمایي برخه شاته پرېږدي.
د سټيفن دوجاریک په وینا، یونېسف په افغانستان کې څه باندې ۴۴۰ زرو ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړې، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاتوي، افغانستان نهشي کولای چې په بندیزونو سره د خپل نفوس نیمایي برخه شاته پرېږدي. یونېسف له نږدې ۴۴۵ زرو ماشومانو سره، د ټولنې پر بنسټ د زدهکړې زمینه برابره کړې، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي.
جمهورخبري آژانس