۰

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۱۶۹ پروژو چارې پیل شوې دي

دوشنبه ۴ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۰۲
د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ په ۱۵۵ کلیو کې د ۲۳۶ میلیونه ٨١٨ افغانیو په لګښت د ۱۶۹ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.
پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۱۶۹ پروژو چارې پیل شوې دي
د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ په ۱۵۵ کلیو کې د ۲۳۶ میلیونه ٨١٨ افغانیو په لګښت د ۱۶۹ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې دغه پروژې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په اډانه کې د پروژوي خدمتونو دفتر (یونپس) په مالي ملاتړ پلې شوې.

سرچینې زیاته کړې چې په دغو پروژو کې استنادي دېوالونه، پلچکونه، کانالونه، سړکونو بیارغونه، د اوبو ساتنې زېرمې، د خوراکي توکو وېش، د کارېزونو جوړول او ګڼې نورې پروژې شاملې دي، چې په کې شاوخوا ٢٧ زره ٥٨١ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په زرګونه کورنۍ به ترې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه اخلي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي