تخار؛ د سرو زرو یوه کان د نړېدو پېښه کې ۲ کارکوونکي مړه شوي

4 حمل 1404 ساعت 12:00

د تخار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سرو زرو یو کان نړېدو په پېښه کې ۲ کارکوونکي مړه شوي دي.


د تخار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سرو زرو یو کان نړېدو په پېښه کې ۲ کارکوونکي مړه شوي دي.

د جمهور آژانس خبر له مخې د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‌ کریمي یکشنبه د وري پر ۳مه رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د خواجه غار ولسوالۍ د مینچقور کلي په تاش کوتل سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په خبره، دغو کارکوونکو د زر مینځلو پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

کریمي زیاته کړې چې د کارکوونکو مړي را ایستل شوي او کورنیو ته یې سپارلي دي. له دې وړاندې هم په تخار کې د ورته پېښو په پایله کې ډېرو کارکوونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181023

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181023/

جمهور
  https://www.jomhornews.com