تېر کال په لسو ولایتونو کې ۵۸ کوچني بندونه جوړ شوي دي

4 حمل 1404 ساعت 11:54

د طالبانو د حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په تېر ۱۴۰۳ کال کې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۵۸ واړه ذخیروي بندونه جوړ کړي.


د طالبانو د حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په تېر ۱۴۰۳ کال کې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۵۸ واړه ذخیروي بندونه جوړ کړي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د اقتصادي معاونیت په خبره په دغو بندونو ټولټال ۱۳۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د سرپرست حکومت له بودجې تمویل شوي دي.

د کرنې وزارت له لوري دغه بندونه په جوزجان، بدخشان، کندهار، فاریاب، بامیان، لغمان، ننګرهار، روزګان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې جوړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com