۰

د خوست پاسپورټ امریت ۱۸۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

دوشنبه ۴ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۵۲
د خوست ولایت د پاسپورټ امریت مسوولین وایي چې دغه امریت د تېر ۱۴۰۳ کال کې څه باندې ۳۶ زره پاسپورټونو له وېش څخه څه باندې ۱۸۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د خوست پاسپورټ امریت ۱۸۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
د خوست ولایت د پاسپورټ امریت مسوولین وایي چې دغه امریت د تېر ۱۴۰۳ کال کې څه باندې ۳۶ زره پاسپورټونو له وېش څخه څه باندې ۱۸۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي چې یاد امریت د تېر ۱۴۰۳ کال په لړ کې د ۳۶ زره ۱۳۸ پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۸۴ میلیونه ۴۶۴ زره ۹۵۰ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي