۰

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

دوشنبه ۴ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۵۰
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا د سې شنبې په ورځ ۱۵میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا د سې شنبې په ورځ ۱۵میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان مرکزي بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

جمهورخبري آژانس

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي