بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

3 حمل 1404 ساعت 10:27

د بدخشان ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د راغستان او یفتل‌پایان ولسوالیو ترمنځ د یوې ترافیکي پېښې له کبله ١٢ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.


د بدخشان ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د راغستان او یفتل‌پایان ولسوالیو ترمنځ د یوې ترافیکي پېښې له کبله ١٢ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامگار رسنیو ته ویلي، چې پېښه پرون ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو لند کروزر ډوله موټر د یفتل ولسوالۍ په سیمه کې له سړکه واوښت.

د نوموړي په خبره، موټر له راغستان ولسوالۍ څخه د فیض‌آباد ښار پر لور روان و. په پېښه کې یوه ښځه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځایي امنیتي مسوولینو په خبره، ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181003

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181003/

جمهور
  https://www.jomhornews.com