بدخشان کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ شو

3 حمل 1404 ساعت 10:23

د بدخشان ولایتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په اسکازر کلي کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


د بدخشان ولایتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په اسکازر کلي کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسوولین وايي، دغه کانال ۵.۲ کیلومتره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۳ متره ژوروالی لري، چې ۱۳ زره جریبه ځمکه خړوبوي او سلګونه کورونه د سېلابونو له خطر څخه خوندي کوي.

د دې کانال جوړولو چارې د یو نیمې میاشتې په موده کې بشپړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181001

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181001/

جمهور
  https://www.jomhornews.com