کندهار کې په لومړي ځل د پستې بڼونه جوړیږي

3 حمل 1404 ساعت 10:22

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د نشه یي توکو او جرمونو ضد سازمان په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د پستې بڼونه جوړیږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې دا بڼونه د پستې کرکېلې ته د ودې ورکولو او بزګرانو ته د اوږدمهاله اقتصادي فرصتونو برابرولو لپاره جوړیږي.

د کرنې متخصصین وایي چې پسته په وچو اقلیمي سیمو کې ښه پایله ورکوي او بزګران ورته د یوې ښې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 181000

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181000/

جمهور
  https://www.jomhornews.com