د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د سراج الدین حقاني د سر د لس میلیونه ډالرو انعام لغوه کول یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د سیاسي کمیسیون غړی او د خلیفه سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د یکشنبې په ورځ (د وري ۳مه) الجزیرې ته وویل چې د هغه انعام لغوه کول چې امریکا د طالبانو په لوړ پوړو چارواکو ټاکلی و، په سیاسي ډګر کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.
حقاني د امریکا د دې پریکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې افغانستان اوس خوندي دی او د طالبانو امارت د دوحې تړون ته غاړه ایښې ده، نو په دې وخت کې د دې اقدام اړتیا نشته.
طالبانو هیله څرګنده کړې چې د پنځو نورو طالبانو غړو په اړه د ورته انعامونو لغوه کول به د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ تړلې دروازې پرانیزي.
د یادونې وړ ده چې متحده ایالاتو د سراج الدین حقاني په اړه د ۱۰ ملیون ډالرو انعام او د طالبانو ډلې د دوو نورو غړو په اړه د ۵ ملیون ډالرو انعام لغوه کړی دی.
جمهورخبري آژانس