طالبان: په ناروې کې به د افغانستان سفارت په دوو ورځو کې فعال شي

2 حمل 1404 ساعت 15:15

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې به د افغانستان سفارت په دوو ورځو کې فعال شي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې به د افغانستان سفارت په دوو ورځو کې فعال شي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هیواد د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، د وري ۲مه) په یوه بیان کې وویل چې غواړي په ناروې کې میشتو هیوادوالو ته خبر ورکړي چې په اوسلو کې د افغانستان د سفارت قونسلګري خدمات به د مارچ په ۲۵مه بیا پیل شي.

طالبانو ویلي چې دوی په ناروې کې د افغانستان د سفارت له خوا د قونسلګرۍ خدماتو بیا پیلول یو مثبت ګام ګڼي.

د یادونې وړ ده چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم پرون اعلان وکړ چې په اوسلو کې یې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازی ترلاسه کړی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180990

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180990/

جمهور
  https://www.jomhornews.com