یو اته کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

2 حمل 1404 ساعت 15:12

طالبانو اعلان کړی چې په ننګرهار ولایت کې یې یو اته کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.


 طالبانو اعلان کړی چې په ننګرهار ولایت کې یې یو اته کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن، د شنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په ننګرهار ولایت کې یو ۸ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو څخه خوشې شوی دی.

طالبانو لیکلي چې یو اته کلن ماشوم چې درې ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و،

د دې ډلې د جنګیالیو له خوا د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګولو څخه خوشې او خپلې کورنۍ ته راستون شو.

هغه لیکلي چې د دې ماشوم د تښتونې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180989

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180989/

جمهور
  https://www.jomhornews.com