د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اجرایوي رییسه کاترین رسل وایي، افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د زده کړو بندیز میلیونونه نجونې د زده کړو له حقه محرومې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغې افغانستان کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پیل په مناسبت دغه راز ویلي، که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ زېږیز کاله وغځیږي نو څه باندې څلور میلیونه نجونې به له زده کړو محرومې کړي چې په خبره یې، د افغان نجونو او افغانستان لپاره به بدې پایلې ولري.
کاترین رسل ویلي: « دغه بندیز د روغتیايي سیسټم، اقتصاد، او د ملت پر راتلونکي ناوړه اغېز کوي. چې کم شمېر نجونې زدهکړې کوي، نو په کم عمر کې د ودونو ګواښ هم زیاتېږي، چې دا چاره د هغوی پر فزیکي او رواني روغتیا منفي اغېز لري.»
د رسل په خبره، دغه بندیز به د نورو منفي پایلو سربېره د ښځینه روغتیایي کارکوونکو شمېر هم کم کړي چې له امله به یې ۱۶۰۰ نورې مېندې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
هغې زیاته کړې: «د ښځینه ډاکترانو او قابلو د کمښت په صورت کې به نجونې او ښځې د اړتیا وړ طبي درملنه ترلاسه نه کړي، چې زموږ د اټکل لمخې،۱۶۰۰ نورې مېندې او ۳۵۰۰ ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا یوازې شمېرې نه، بلکې دا له لاسه ورکړ شوي کسان او ویجاړې شوې کورنۍ دي.»
یونیسف ویلي، پر دې بندیز سربېره یې ۴۴۵ زره ماشومانو ته چې ۶۴ سلنې یې نجونې دي، د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
دغه بنسټ پر طالبانو غږ کړی چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د تېرې پنجشنبې پر ورځ د هېواد په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل خبر ورکړ خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو برخلیک لا هم نامالوم پاتې دی.
جمهورخبري آژانس