قطر پکتیا کې د لسګونه سرپناوو جوړولو چارې پيلوي

2 حمل 1404 ساعت 8:41

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د قطر د سرې میاشتې ټولنه به ډیر ژر پکتیا کې بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته د لسګونو سرپناوو د جوړولو چارې پیل کړي.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د قطر د سرې میاشتې ټولنه به ډیر ژر پکتیا کې بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته د لسګونو سرپناوو د جوړولو چارې پیل کړي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د دې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محمودالحق احدي او د قطر د سرې میاشتې عملیاتي غړي په یوه تخنیکي ناسته کې په دې هکله خبرې کړې دي.

جمهورخبري اژانس
 


د مطلب کود: 180980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com