د افغانستان تاریخي اثار قطر کې نندارې ته اېښودل کېږي

2 حمل 1404 ساعت 8:09

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق الله عزیزي د قطر د موزیمونو له مشر محمد الرمیحي سره د یاد هېواد په نندارتون کې د افغان تاریخي اثارو د اېښېدو په اړه انلاین ناسته کړې.


د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق الله عزیزي د قطر د موزیمونو له مشر محمد الرمیحي سره د یاد هېواد په نندارتون کې د افغان تاریخي اثارو د اېښېدو په اړه انلاین ناسته کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې ناسته کې قطري لوري د افغان تاریخي اثارو د نړیوالو معیارونو مطابق انتقال، امنیت او ساتنې ډاډ ورکړی. عزیزي د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې دا نندارتون به افغان فرهنګي میراث نړۍوالو ته وروپېژني او د سیاحت صنعت ته به وده ورکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180977

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180977/

جمهور
  https://www.jomhornews.com