د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق الله عزیزي د قطر د موزیمونو له مشر محمد الرمیحي سره د یاد هېواد په نندارتون کې د افغان تاریخي اثارو د اېښېدو په اړه انلاین ناسته کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې ناسته کې قطري لوري د افغان تاریخي اثارو د نړیوالو معیارونو مطابق انتقال، امنیت او ساتنې ډاډ ورکړی. عزیزي د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې دا نندارتون به افغان فرهنګي میراث نړۍوالو ته وروپېژني او د سیاحت صنعت ته به وده ورکړي.
جمهورخبري آژانس