پر یمن کې پر حوثیانو د امریکا بريد؛ ۵۳ کسان وژل شوي

27 حوت 1403 ساعت 9:53

په یمن کې د حوثي یاغیانو د روغتیا چارواکي وايي، د امریکا په درنو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي چې په وينا يې پنځه ماشومان هم په کې شامل دي.


په یمن کې د حوثي یاغیانو د روغتیا چارواکي وايي، د امریکا په درنو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي چې په وينا يې پنځه ماشومان هم په کې شامل دي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یکشنبې په ورځ، د مارچ پر ۱۶مه، امریکا په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو "پراخ او درانه" بریدونه اعلان کړل، او سپینې ماڼۍ ادعا وکړه چې په دې بریدونو کې د حوثیانو څو چارواکي وژل شوي دي.
 
د حوثیانو په وروستۍ اعلامیه کې، د دې ډلې د روغتیا سازمان ویاند، انیس الاصبحي، ويلي، چې په دې بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ او د ټپیانو شمېر ۹۸ تنه دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې امریکا په یمن کې د حوثي یاغیانو پر وړاندې "پرېکنده او قوي" هوایي بریدونه پیل کړي. موخه یې په سره سمندر کې پر کښتیو د یادې وسله والې ډلې بریدونه ياد کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180919

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180919/

جمهور
  https://www.jomhornews.com