۰

امریکا کې د سختې بړبوکۍ له امله ۳۴ تنه مړه شوي

دوشنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۹
امریکايي رسنۍ وايي، د یوې تېزې بړبوکۍ له امله د امریکا په میزوري، آرکانزاس، ټیکزاس، اکلاهما، کانزاس او میسیسیپي ایالتونو کې ۳۴ تنه مړه شوي او دروند مالي زیان یې اړولی دی.
امریکا کې د سختې بړبوکۍ له امله ۳۴ تنه مړه شوي
امریکايي رسنۍ وايي، د یوې تېزې بړبوکۍ له امله د امریکا په میزوري، آرکانزاس، ټیکزاس، اکلاهما، کانزاس او میسیسیپي ایالتونو کې ۳۴ تنه مړه شوي او دروند مالي زیان یې اړولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونو کې ویل شوي تر ټولو زیات ټپیان چې شمېر یې ۲۹ کسانو ته رسېدلی په ارکانزاس ایالت کې دی، دا احتمال هم شته چې د زیان ګراف تر دې نوره هم لوړ شي.

سرچینې وايي، د یکشنبې تر شپې د بادونو له امله ۲۵۰ زره خلک له برېښنا بې برخې شوي دي. راپورونه وايي، د بړبوکۍ لومړۍ پېښه د تېرې جمعې په شپه ټیکزاس ایالت کې د موټرو د لګېدو له امله رامنځته شوه چې درې تنه پکې مړه شول.

په یو شمېر ایالتونو کې د باد سرعت ۱۳۰ کیلومتره پر ساعت او ځینو کې ۶۰ کیلومتره پر ساعت ښودل شوی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي