تدارکاتو کمېسیون د ۵. ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ پروژې منظورې کړې

27 حوت 1403 ساعت 9:37

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د ملي تدارکانو کمېسون د شاوخوا ۲،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت اته بېلابېلې پروژې منظورې کړې او ۱۳ نورې یې تعدیل کړې.


د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د ملي تدارکانو کمېسون د شاوخوا ۲،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت اته بېلابېلې پروژې منظورې کړې او ۱۳ نورې یې تعدیل کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغو پروژو کې د کندهار د دهلې بند او د کابل علي اباد روغتون کې د سرطاني ناروغيو مرکز چارو بشپړول شامل دي.

اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې له اجنډا سره سم ۲۹پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې او د اتو پروژو قراردادونه منظور، د ۱۳ تعدیل، د دوو لغو او شپږ پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله رد شوې.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو شپږو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د تدارکاتي پروسو د اصولو په پام کې نیولو سره یې قراردادونه و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180914

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180914/

جمهور
  https://www.jomhornews.com