د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست په ټول هېواد کې د یاد وزارت د پروژو د رغنیزو چارو د پیلېدو په هکله د يو شمېر ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو له مسولینو، پانګه والو او د یاد وزارت تخنیکي رییسانو سره مشورتي ناسته وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې په دغه ناسته کې په هېواد کې د ټولګټو وزارت اړوندو د پروژو د رغولو په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او د ټولګټو وزیر د قراردادي او غير قراردادي شرکتونو مسولینو ته لارښونه وکړه، چې هر ډول لازمه وي، په همهغه ډول بايد په نوي کال کې د ټولګټو وزارت ټولې پروژې په ښه ډول پلي کېدو او د پلان سره سم يې کارونه بشپړ شي.
د قراردادي شرکتونو مسولينو د ټولګټو وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي د اړونده پروژو چارې په ټاکلي وخت او د پلان سره سم بشپړې کړي.
جمهورخبري آژانس