د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اعلان وکړ چې د تورخم لارې د بیا پرانیستلو لپاره به د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ دویمه غونډه نن ترسره شي.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر شاکرالله ساپي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷ مه) وویل چې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ دویمه غونډه به نن دوشنبه ماسپښین د فرضي ډیورنډ کرښې ته نږدې په تورخم ښارګوټي کې ترسره شي.
ساپي وويل چې دا غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مشرۍ جوړه شوې وه او ۲۷ افغان سوداګر او د پاکستان ۳۷ سوداګر او قومي مشران به په کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د تورخم لاره له نږدې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان له خوا تړل شوې ده، چې له امله یې دواړو خواوو ته سوداګرو ته په ملیونونو ډالر مالي زیان اوښتی دی.
جمهورخبري آژانس