د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) اعلان وکړ چې تیر کال د چاودیدونکو توکو له امله له ۴۵۰ څخه ډیر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن سهار، د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷ مه) په یوه راپور کې وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې، د چاودیدونکو توکو اړوند ۲۳۴ پیښو کې ۴۵۵ ملکي وګړي، چې ۳۵۹ ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
کمیټې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې په ملیونونو خلک لاهم له اقتصادي ننګونو، طبیعي پیښو او د اوږدمهاله جګړو له پایلو سره مخ دي، او نړیوالو بندیزونو او د بهرنیو مرستو کمښت دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د سره صلیب په وینا، دې سازمان، د افغاني سرې میاشتې سره یوځای، له ۲۴۰،۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه روزنه ورکړې ده.
جمهورخبري آژانس